Announcement

Title

د دهلې بند لا پراخېږي، کندهاریان به په برېښنا بسیا شي؟



Date: 28/Apr/2019


By Admin


Description

افغان حکومت د روان کال د «لړم پر۱۷» د«ANZDEC» «افغان ترین» په نوم ګډو کمپنیو سره د کندهار دهلې بند رغولو قرارداد لاسلیک کړ.

دغه قرارداد د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ډاکټر محمد همایون قیومي، په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیايي بانک رئیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.

ارګ وايي د دهلې بند د بیارغولو کار چې د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په پاې کې پیلېږي۴۰۰ میلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د اسیا پراختیايي او نړیوال بانک لخوا ورکول کېږي.

د شوي قرارداد له مخې د دهلې بند د بیارغولو چارې په څلورو پړاونو کې بشپړېږي چې د کاسې د بندونو لوړول، د ځمکو خړوبول، د کندهار نژدې کلیو ته د څښاک پاکو اوبو رسول، او د ۲۴مېګاواټه برېښنا تولید دی چې کندهار ښار ته وبه ووېشل شي.

کندهار دهلې بند

د افغانستان د اوبو او نرژۍ وزارت وايي، د دهلې بند دېوالونو لپاره د ۸ او ۱۲متره لوړول په نظر کې نیول شوي دي.

دغه وزارت وايي، دا چې د یاد بند دېوالونو په لوړېدو سره د خلکو څومره زراعتي او غیر زراعتي ځمکې او نور ملکیتونه تر اوبو لاندې کېږي، په سیمه کې د دوی د اقتصادي سروېګانې روانې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت معین خان محمد تکل د یکشنبې په ورځ د «لړم پر۲۰مه» امریکاغږ ته وویل چې دغه اقتصادي سروېګانې به د روانې اوونۍ تر پایه بشپړ شي چې د دوی تر اقتصادي مطالعې وروسته به ۸ او یا ۱۲متره انتخاب شي.

نوموړي زیاته کړه: "هلته د خلکو، کورونه، باغونه زراعتي او غیر زراعتي ځمکې او ملکیتونه دي، زموږ سروېګانې روانې دي چې څومره ملکیتونه تر اوبو لاندې کېږي یان زیان ویني چې قیمت یې معلوم شي."

د د هلې بند کاسې د اوبو زخیرې کولو ظرفیت چې په لومړیو کې ۴۸۷،۶ میلیونه متره مکعبه و د ۴۰فیصده رسوباتو ډکېدو له امله یې د اوبو ځایولو حجم ۲۹۸ میلیونه متره مکعبه ته رسېدلی و.

د ښاغلي تکل د معلوماتو له مخې که د دهلې بند ۸ متره لوړ شي۳۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه به نورې ذخیره کړي او که ۱۲متره لوړ شي ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه به نورې زخیره کړي.

د غه بند تر دې مخکې ۶۴زره هکتاره ځمکه خړوبول چې د دېوالونونو په لوړېدو سره به۲۰زره هکتاره نوره ځمکه هم وراضافه شي چې ټول ټال به ۸۴زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

د دهلې بند بیارغولو قرارداد د اهمیت په اړه په افغانستان کې د انرژۍ چارو متخصص انجنیر حبیب الرحمن رحمت مایار وايي، دغه بند د کندهار خلکو لپاره اقتصادي‌ او اجتماعي ارزښت لري.

ښاغلي مایار امریکا ږغ ته وویل چې د یاد بند د دېوالونو په لوړېدو سره به د سېلابونو مخه ونیول شي او په دغه ولایت کې به د اوبو د کموالي ستونزه هواري شي.

کندهار ښار

ښاغلي مایار وویل:"دا پروژه ډېر ارزښت لري په پلې کېدو سره به یې، د سېلابونو مخه ونیول شي او هم اوبه د زراعت او برېښنا لپاره اوبه زخیره شي."

څو کاله وړاندې په کندهار کې مېشتو کاناډایانو هم د خپل ماموریت پرمهال دوه ځلې د دغه بند د رغولو ویلي و چې د نامعلومو دلایلو لمخې تر سره نه شوو.

دا چې په دې وروستیو کې د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکي د وچکالۍ له امله د اوبو له کمښت سره مخ دي اوسېدونکې له ډېره وخته د دهلې بند بیارغولو ته هیله من دي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سیمې اوسېدونکي حاجي عبدالااحد امریکا ږغ ته وویل چې د بند په رغېدو سره به یې باغونه له وچېدو وژغورل شي.

نوموړی وايي، په دهلې بند کې د اوبو زخیرې کمېدو او د ځمکې اوبو د کښته کېدو له امله یې مصرف زیات شوی او حاصلات یې کم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"موږ څو ځله داسې خبرونه اورېدلې دي، موږ دامهاله له سختو ستونزو سره مخ یو، دې ته خوشاله یو، اوبه به زخیره شي، خدای ج دې وکړي چې عملي شي."

دا مهال د کندهار ولایت باغ لرونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي.

د دغه ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي امین الله ملتیار هم پ دې اړه وايي:"زموږ حاصلات کم شوي، د تېلو مصرف مو زیات شوی، په دې سره به زموږ د اوبو ستونزه حل شي، موږ غواړو چې عملي شي."

د دهلې بند په ۱۹۵۲مېلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د کندهار په شمالي شاولي کوټ ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.

شاهي کانال«لویې ویاله» د سربند کانال، د بابا ولي صاحب عمومي کانال د دغه بند عمومي کانالونه دي چې شااخوا ۵۵ ویالې ورڅخه بېلې شوي دي.

کندهار دهلې بند

همدا ډول له ارغنداب سیند څخه هم ۵۵ ویالې ښې او کېڼ لور ته غځېدلې چې د میوند ولسوالۍ له جنوب څخه په ترېدو د هلمند له سیند سره یو ځای کېږي.

دهلې بند د شاولي کوټ ولسوالۍ پر ځینو برخو سربېره ارغنداب، ژړۍ، پنجوايي، ډنډ او دامان او د کندهار ښار زراعتي ځمکې هم خړوبوي.

د افغانستان د اوبو انرژۍ وزارت وايي چې د کندهار د زراعت او ابولګولو سیستم بیارغول په پلان کې لری چې کېداشې یو لړ تغیرات هم پکښي رامنځته شي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د وچکالۍ او د اوبو د زخیرو د وچېدو له امله د نوو بندونو جوړول او بیا روغول زیات کړي او په تېره اپریل میاشت کې د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو د پلانونو پر مخ وړلو اعلان یې وکړ.


https://www.pashtovoa.com/a/kandahar-dam-afghanistan-electricity-water-/4652768.html?fbclid=IwAR3vbYLPguZnJ_uEsr4tg9m8C-U-Ro3kkMvt32JqUvxvvWhMOUOX9Uw2S6g 


© 2016 Afghan Tarin Engineering Services | Powered by: AryaNet